Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > وطن  

مطالب تحریری فرهنگی: وطن

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: نجیب منلیتاریخ: 10/20/2013
 

وطن

وطن تش خاوری نه دی

کاڼي ، کمرونه نه دي

غرونه رغونه نه دي

دښتې، ځنګلونه نه دي

تړې، سیندونه نه دې

پټي، باغونه نه دي

کلي، ښارونه نه دي

کوډۍ، کورونه نه دي

شناختې، قبرونه نه دي،

ړنګ منارونه نه دي

*

د انسانانو منځ کې

چې څوک خپل ځای ومومي

د چا په سترګو کې د مینې ځلا،

د چا پر شونډو پېژندویه موسکا

د چا پر ټنډه باندې

د هرکلي نخښې ښکاره شي ورته.

چې خپل عزت چېرته خوندي وویني

د بل عزت ته خپل عزت ووایي

د چا په غم کې یې لېمې لمدې شي

د ده پر غم هم د چا اوښکې توی شي

چې په ښادۍ کې څوک شریک ولري

د بل ښادۍ کې ځان شریک وګڼي

وطن همدې ته وایي

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ