Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > نور به څه چل کیږي ؟  

مطالب تحریری فرهنگی: نور به څه چل کیږي ؟

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ الله خالدتاریخ: 9/3/2013
 

 

نور به څه چل کیږي ؟

 

 

چی په شـــــل واری ســفرباندی ونشو

 بی له هوډه په یوسل هم نه شل کیږي

 

که هر څومره ننواتې ورله وشـــو ئ

دا هماغه تور ښـــامارده نه بل کیږي

 

د پنجاب کارندې څه دې راته وایه؟

انجینر طبیب ښوونکې وژل کیږي

 

صحرائي محکمئ هرخواه دې روانئ

څو تــورونه دي پرهــرچا تپل کیږي

 

چی د بل په اشــــارو افغانان وژني

دا د وینوســـوداګردي نه خپل کیږي

 

په هرګوټ کې د ویرغم دي ټغرونه

جنازې دي چې یوبل پسې وړل کیږي

 

په خپل کورکې افغانانو له ځاې نشته

چې بهرته ځي ســـــرحد نه شړل کیږي

 

خدایه دا څه بد مرغی ده چې راغلې

بیګناه انسانان هرخواه رټل کیږي

 

زه خالد د خپل وطـــن په فکر ډوب یم

چې په دې زخمي هیواد به څه چل کیږي؟

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ