Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > د افغانستان د ازادي د ورځ په ویاړ  

مطالب تحریری فرهنگی: د افغانستان د ازادي د ورځ په ویاړ

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 8/18/2013

که ووايي سلام زما په شاه امان الله خان باندی
دا ملی اتل ملی رهبر او قهرمان باندی
ګرانه ننګرهاره

دا وه د عزت ننګ او ناموس او حريت مين
دا د ازادی او او سرلوړی او شرافت مين
قبر يي ورته وينځه د عطرونو په باران باندی
ګرانه ننګرهاره

ګرانه ننګرهاره ماته بيا د ګلو هار جوړ کړه
بيا د ملنګ جان د ارمانو د زړه پرهر جوړ کړه
که جوړه پښتونخوا شی بيا به يي ږدم فخرافغان باندی
ګرانه ننګرهاره

جار شه له ملالی د هغی غيرتی ننګ ځينی
بيا د خوشحالخان دا د قلم او طوری شرنګ ځينی
درود د رحمت وايه په نا زو او احمد خان باندی
ګرانه ننګرهاره

لاړ شه ميرويس خان ته په شملی يي عطر وشينده
څومره چی کيدای شی په جرګی يي عطر وشينده
بيا می سلام وايه لوی اتل مو اکبر خان باندی
ګران ننګرهاره

ای حفيظ ملياره مونږ ښايسته ښايسته ګلان لرو
پت چی د وطن ساتی مونږ داسی شازلميان لرو
لوړ د وی بيرق د ازادی افغانستان باندی

ګرانه ننګرهاره

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ