Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > پلاره  

مطالب تحریری فرهنگی: پلاره

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: محمد حامد الوتاندتاریخ: 6/16/2013

پلاره

پلاره چې خدای (ج) له تا پیدا کړم پلاره

شکر د خدای(ج) بيا به د ستا کړم پلاره

روح مې د خدای (ج)وينې مې ستا په رګو

لمړۍ سجده کړمه د خدای(ج) بيا به د ستا کړم پلاره

لاسونه پښې به دې زه تل ښکولوم

تا په پل ،پل او ګرځیدا کړم پلاره

لمړۍ ښوونکۍ ،ښونځۍ مې ته يې

تا الفبا سره اشنا کړم پلاره

پلاره چې خدای (ج) له تا پیدا کړم پلاره

شکر د خدای(ج) بيا به د ستا کړم پلاره

په ماشومتوب کې لکه ګل وه م بوېولم به تا

چې په خبرو شوم طوطي وه م غږولم به تا

زه چې زلمۍ شوم په خبرو پوهولم به تا

ستا عاطفه ،ستا محبت او مهر

په بل کې کله به پېدا کړم پلاره

پلاره چې خدای (ج) له تا پیدا کړم پلاره

شکر د خدای(ج) بيا به د ستا کړم پلاره

ځان به دې وه ګۍ زه د موړ ساتلم

په سرو ګرمیيؤ کې د سوړ ساتلم

دناروغۍ په شپو مې ويښ تر سهار

د رنځ او درد نه به دې جوړ ساتلم

خود دې سلام سبا،بیګا کړم پلاره

پلاره چې خدای (ج) له تا پیدا کړم پلاره

شکر د خدای(ج) بيا به د ستا کړم پلاره

څوک د بابا، څوک د دادا ،څوک د ابا بولي

پلار جانه زه ،خو په دا واړو اکتفا کړم پلاره

دوی د مقام په کال کې يؤ ورځ لمانځي

زه خو تل،تا خپل قبله ګاه کړم پلاره

پلاره چې خدای (ج) له تا پیدا کړم پلاره

شکر د خدای(ج) بيا به د ستا کړم پلاره

ماته خو تا پښتو ،او پت ښودلۍ

تا وياړ ،ښیګڼه ، اوعزت ښودلۍ

تا پښتونواله، افغانېت ښودلۍ

د خپلواکۍ دې لوړ قيمت ښودلۍ

څو چې ژوندئ يم درته دعا کړم پلاره

پلاره چې خدای (ج) له تا پیدا کړم پلاره

شکر د خدای(ج) بيا به د ستا کړم پلاره

د مور او پلار قدر او قيمت فرض وي تل

په ټول ژوندون يې حرمت فرض وي تل

په ځوی او لور باندې عذت فرض وي تل

ځکه حامد دغه وينا کړم پلاره

پلاره چې خدای (ج) له تا پیدا کړم پلاره

شکر د خدای(ج) بيا به د ستا کړم پلاره

ګوره په زړه دې څه تیر شوي نوي

که دې زما پره تې خوښې شوي نوي

وبښه ما ،لا اشتبا ه کړم پلاره

پلاره چې خدای (ج) له تا پېدا کړم پلاره

شکر د خدای(ج) بيا به د ستا کړم پلاره

 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ