Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > کابل مه ورانوی  

مطالب تحریری فرهنگی: کابل مه ورانوی

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: عبدالباري جهانيتاریخ: 6/16/2013

 

کابل مه ورانوی

هم یی خزان هم یی بهار ښکلی دی        هم یی ماښام هم یی سهار ښکلی دی

هم تر نارنج هم تر انار ښکلی دی          تر ننګرهار تر کندهار ښکلی دی

له ارغوان تر لاله زار ښکلی دی           هم نسترن هم یې چینار ښکلی دی

دا زموږ جونګړه بورجل مه ورانوی

د خدای د پاره کابل مه ورانوی

هغه کابل د ښو زلمیو وطن             د ښکلیو نجونو شاپیریو وطن

د غزلونو ربابونو مېنه                زموږ د سندرو د ښادیو وطن

د شګوفو د پسرلیو وطن              د مستو پیغلو د پاولیو وطن

پریږدی په اور يې اوربل مه ورانوی

د خدای دپاره کابل مه ورانوی

لا به تر څو دا سرې مرمۍ اوریږي         لا به تر کله دا لمبې بلیږي

لا به تر څو د کربلا له تورو                    دلته شهیدي جنازې ښخیږي

زموږ پر تندي به وي تیارې لیکلي                زموږ په لمبه به پردۍ شپې روڼیږي

دا د پیړیو مزل مه ورانوی

د خدای دپاره کابل مه ورانوی

پریږدۍ چي موږ هم څو شیبې ووینو         څه د مستیو ورځي شپې ووینو

یو څه نڅا یو څه خندا ته ورکړو               یو څه یاران یو څه غونچې ووینو

یو څه په ځان د سړیتوب جامه کو            یو څه سیالي د زمانې ووینو

په سمه لاره کي پل مه ورانوی

د خدای دپاره کابل مه ورانوی

دا د افغان د لوی ټبر مېنه ده                 د میړنیو د سنګر مېنه ده

دا د تورزنو د خپلویو ځالۍ                 دا د بازانو د شهپر مېنه ده

د شاه شجاع د قتلیدلو وطن                د مسجدي او د اکبر مېنه ده

دا د زړه ورو مورچل مه ورانوی

د خدای دپاره کابل مه ورانوی

نوري یې مه پریږدۍ د چا لښکري         پر خپله مېنه د بلا لښکري

راځي چي وشړو له خپلو کلیو             دا د یزید او کربلا لښکري

بیا را ژوندۍ کړو د بابا لښکري        د خپل رقیب کړو نیمه خوا لښکري

دا د پیړيو اتل مه ورانوی

د خدای د پاره کابل مه ورانوی

دا د جرګو دا د ورریو وطن          دا د قامونو د خپلویو وطن

دا د شملو دا د بګړیو وطن            د جنګ د سولي د سیالیو وطن

د جهاني د ګل ګیډیو وطن             هر ستمګر ته د اغزیو وطن

دا د پردیو اجل مه ورانوی

د خدای د پاره کابل مه ورانوی

 

 

 

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ