Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > شهید قاسم ته ډالۍ  

مطالب تحریری فرهنگی: شهید قاسم ته ډالۍ

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 5/5/2013
 

 

 

             شهید قاسم ته  ډالۍ          

د وینو رنګ ګلاب ګلاب کفن د واغوست لاړې

د ازا  دۍ  د انقلاب  کفن د واغوست  لاړي

سکوت د مات کړ پنجابیان د  په  لړځه راوستل

د تاریخونو د لوی باب کفن د واغوست لاړی

د  وینو هر څاڅکی  د  لراوبر  افغان ویښوي

د  غیرتونو  د سیلاب کفن د واغوست لاړی

د  لر او برو  افغانانو  د  شملې تاج  شولې

د مظلومانو د  ثواب کفن د واغوست لاړې

په اخرت کې به سرلوړی تر هرچا روان یی

انکر منکر ته دځواب کفن د واغوست لاړی

قاسمه ستا له شهامت حفیظ ملیار لوګی  شه

د  ارمانونو د  کتاب کفن د  واغوست لاړی

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ