Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > ګلاب ګلاب زړګی  

مطالب تحریری فرهنگی: ګلاب ګلاب زړګی

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 3/15/2013
 

 

 

ګلاب  ګلاب   زړګی                 

ګلاب  ګلاب   زړګی   مې  د  ارمان   خونه  کې    مري

مین   مین   زګیروی   مې   د  جانان    خونه  کې   مري

 

مثال  یی  د پښتون    دی   که  په  لره  دی   که  بره

په   رنګ  رنګ  تومتونو   د  افغان  خونه  کې  مري

غروب  د  ماځیګر   او  سور   شفق  د  ماښامي  شو

د  زړه  د  وینو  رنګ  مې  د  اسمان  خونه  کې   مري

 

د  زړه  بړاس مي شي  پورته  راته سترګو کې باران  شي

د    اوښکو   ملغلرې   د   ګریوان   خونه    کې      مري

ژوند   عشق   دی   محبت    دی    حرکت    مبارزه   ده

زخمي  زخمي  احساس  مې  د  کاروان  خونه  کې  مري

 

سپرلی   سپرلی   امید  می   د  ګلبڼ  په  نندارتون  کې

افسوز     حفیظ   ملیاره   د    خزان    خونه   کې   مري

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ