Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > تنکۍ مینه  

مطالب تحریری فرهنگی: تنکۍ مینه

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: حفیظ ملیارتاریخ: 3/12/2013
 
 

 

                            تنکۍ  مینه

 

ستا  د  تنکۍ  مینې   هجران  کې  سوځم

مدام  د  وصل  په  ارمان  کې  سوځم

 

څنګه   چې   اوښکې   له  دا  سترګو  څاڅي

دستي   په   خپل  څیرې    ګریوان  کې   سوځم

 

د  للمې   ګل    شوم   د  باران  په   طمع 

د  اوړي  لمر  او   شین  اسمان  کې    سوځم

 

د     پښتون   برخه   یم   زر  نه     رارسي

زه  خو   په   داسې   لوی   جهان   کې   سوځم

 

عجیبه  نده   چې    پښتون   ووایی  

زه   مې  په   خپل  افغانستان   کې  سوځم

 

چا   پیښور   او  چا  کابل   ته   غږ  کړ

ته  په   امو   زه  په  بولان  کې   سوځم

کابله   درد   دې  د  حفیظ  ملیار  دئ 

ته   خپل  وطن  زه  بل  جهان   کې  سوځم

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ