Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > بدقسمته ښځه  

مطالب تحریری فرهنگی: بدقسمته ښځه

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: زرلښته حفيظ بشريارتاریخ: 3/8/2013

بدقسمته ښځه

چې پيدا شومه دادا په ما خپه شو                

هم زړه ادکۍ نيا په ما خپه شوه

دقسمت داول ورځ تندۍ کې ګونځه

توبه توبه ټول دونيا په ما خپه شول

****

چې لږ لويه شوم ما وويلې مورکۍ ته

دمکتب دشوق کيسه خپلې ادې ته

مورکۍ وويل بابا نه به دی پوښتم

بابا وويل نورغوږ مه ږ ده دې انجلۍ ته

****

د مورکې سترکوته اوښکه ژړا زه شوم

خوار قسمته د ډير خولو واويلا زه شوم

په وې وې باندې مې پيل دژوند سبا شوه

تر هغه چې دځوانې يوه ښکلا زه شوم

****

دهر ځوان د زړګي مينې ته کيسه شوم

دهر زړه دمينې ښکلې تلوسه شوم

چا باڼه راته ستايل اوچاهم سترګې

چې څراغ دپينځو ګوتوافسانه شوم

****

مرکو او د جرګو ګرم بازار شو

توبه توبه ټول دونيا مې خريدار شو

د هر چا په خوله کې زما و صفتونه

مرکو باندې مې ستړي عالمونه

****

بيا هم نيا او هم دادا زما واکدارشول

دولور پيسوطلب ته طرفدار شول

بی له دې چې څوک له مانه تپوس وکړي

ځما کوژده اوبيا واده هم را تيار شول

****

په سروسترګو مې ژړل چې واده نه کړم

وه ابوې او اې دادا ځان به مې مړه کړم

ما ويل چې ددې کور زه مذدوري کړم

ته چې ما خرڅوې زوړ سړی به څه کړم؟

****

دادا وويل په ټوپک دمړه کوم

ددې کورپه مذدورې د نه ساتم

ښځينه جنس دشرمونو يوه ټوټه وي

زه مجبوريم دا خپل شرم خوندې کوم

****

بله لاره راته پاتې نه شوه خدايه

څله اوښکې تويومه زه بيځايه

يا خو دلته يا خو هلته مذدوري کړم

اې قسمته زه کمبخته زندګي کړم

****

د واده نه مې ډيرپاتې شول غمونه

د ميړه او زما دخواښې پيغورونه

دلغتو د سوکانو ګذارونه

په نهاره تورې شپې اوماښامونه

****

ژوندمې تيرشوه په ژړا اوتراوتر يم

دحيوان غوندې سودا دسودا ګر يم

نه دقدرنه دعزت ځاې مې پيدا شو

بد قسمته يمه ښځه يم تورسريم

*****

زرلښت وليده افغانې ښځې خوارې

شپه اوورځ چې ددستورپه وير کې ژاړي

دنړۍ ښځۍ سپوږمې پلورې درومي

خو زما د وطن ښځې دي ناچارې

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ