Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین > مطالب تحریری فرهنگی > څــــړیــکه  

مطالب تحریری فرهنگی: څــــړیــکه

AFGHAN GERMAN ONLINE
http://www.afghan-german.de
http://www.afghan-german.com
نویسنده/ارسالی: نورمحمد غفوریتاریخ: 1/26/2013

څــــړیــکه

له هرې خوانه په ما غم اوروي                    د زمانې زړګی ماتم اوروي

هسک د وختونو له وريځو ډک دی              چیرته ماران چیرته لړم اوروي

دا د وحشت دیوان تیارې خپروي                په هر بل شوی څراغ بم اوروي

همته! ګوره ملا دې خمه نه شی                    آسمان بلاوې دم په دم اوروي

په سمندر د اوښکو نه شی چاره                          لوی سقرونه، جهنم اوروي

د ترحم هیلې عبثې ښکاري                              ظالم لمبې په هر قدم اوروي

نامرد غماز د نمامۍ اورونه                     هم ئې پر ما هم په صنم اوروي

د خپل خیرن نظر اتوم بمونه                     کله په یوه کله بل چم اوروي

هره لحظه د هیریدلو دوړې                      د ویاړونو په البم اوروي

(غفوری) کله به سپرلی شی که نه؟

چې په ګلـــونـــو به شــبنم اوروي

  افغان جرمن آنلاین تاسو په درنښت همکارۍ ته رابولي. په دغه پته له موږ سره اړیکه ټینگه کړئ    acc@afghan-german.de
یادښت: دلیکنې د لیکنیزې بڼې پازوالي د لیکوال په غاړه ده ، هیله من یو خپله لیکنه له رالیږلو مخکې په ځیر و لولئ