Skip to main content

بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین

Go Search
صفحه نخست
خبرونه
تحليل ها و پيام ها
آثار علمی و تحقیقی (حبیبه)
مرکز دیجیتال سازی کتب
مدیریت تحلیل ها و اخبار
قاموس کبیر افغانستان
  
افغان جرمن آنلاین > بخش کلتوری افغان جرمن آنلاین  

مطالب نشر شده از عبدالرحمن پژواک  در پورتال افغان جرمن آنلاین:
تحریری
 
1: ندای مرده تقدیم به قربانیان بدخشان
2: نای خموش
3: ای خاک وطن
4: خدا و برهمن
5: آزادی و غلامی


صوتی



استاد عبدالرحمن پژواک د قاضي عبدالله زوى په ١٢٩٨ هجري لمريز کال کې دې نړۍ ته سترګې وغوړولې. پژواک د افغانستان يو نوموتى شاعر، عالم او سياست پوه وه.

مخينه

عبدالرحمن پژواک

زده کړې

 

د پوهې او ذکاوت نښې له کوچنيوالي څخه د عبدالرحمن ( استاد پژواک ) په څېرې کې ښکارېدې، نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه چې د خپل وخت مشهور عالم او فقيه وو، او همدارنګه له خپل مشر وروو قاضي حفيظ الله څخه په خپل پلرني ځاى کې چې د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ د باغبانيو کلى دى، زده کړې او مخکې تردې چې د باغبانيو کلي ته نږدې د ( مطلع دانش ) لومړني ښوونځي کې شامل شي، د لومړنۍ پوهې او لوست له نعمت څخه برخمن و.

 

عبدالرحمن پژواک په دغه ښوونځي کې له دوو کلونو زده کړې څخه وروسته دې ته اړ شو چې له خپل پلار او کورنۍ سره د خو ګياڼيو ولسوالۍ کږې ته ځاى بدل کړي ، ځکه د نوموړي پلار قاضي عبدالله د هغه ځاى د محکمې مسووليت پر غاړه واخيست چې څه موده وروسته بيا د کابل مرافعه محکمې ته تبديل شو.

 

نوموړي د کابل ښار په ده افغانانو سيمه کې يو لوى کور واخيست او له خپلې کورنۍ سره يې هلته اوسېده، عبدالرحمن پژواک د حبيبيې په لېسې کې شامل شو، هلته يې خپلې زده کړې په بريا سره مخ ته ويوړې او همدارنګه شعر او ادبياتو ته د ده د تلوسې او استعداد له امله يې د حبيبې لېسې په کنفرانسونو کې خپل شعرونه او مقالې لوستلې او همداراز د لېسې د فوټبال د لوبډلې د ځلانده ستوري په توګه پېژندل کېده.

 

نوموړي د لېسې تربريالۍدورې وروسته دهغه وخت په يواځېنۍ فاکولتې (طب پوهنځي) کې دوه کاله زده کړه وکړه . په دې وخت کې د نوموړي پلار چې په ستره محکمه کې يې د تميز د رييس په توګه کار کاوه ، د زړه د درېدو ( قلبي سکتې ) له امله ومړ .

 

دهغه د پلار ناڅاپي مړينې د نوموړي پر کورنۍ او د هغوى پر ارامه ژوندناوړه او ژور اغيز وکړ، څرنګه چې د استاد پژواک مشر ورور په شمال کې د قاضي په توګه د دندې پرمهال وژل شوى و، استاد پژواک د کورنۍ د مشر په توګه د پلار له مړينې وروسته د کورنۍ سرپرستي پر غاړه واخيستله، د خپلو وروڼو د ښې روزنې او د کورنۍ د نورو غړيو د ښې پاللو لپاره اړ شو چې زده کړه پرېږدي ، په کابل کې يې خپل پلرنى کور وپلوره او د کورنۍ غړي يې بېرته باغبانيو ته ولېږل.

 

استاد پژواک عملي کار د وخت د مطبوعاتو په خپلواک رياست کې لومړى د ژباړن په توګه او وروسته په نوروله مسووليت څخه ډکو دندو کې پيل کړ.

 

د مطبوعاتو په خپلواک رياست کې د دندو د ترسره کولو پرمهال په شعر ، ادب او اړونده مطبوعاتي چارو کې د استعداد له امله ، نوموړي د چارو د مسوولينو پام ځان ته راواړاوه. نوموړي په لومړيو کې په خپلو اثارو کې ( وفا ) او وروسته (ارمانجن ) تخلص درلود ، خو په پاى کې د (پژواک ) د تخلص په ټاکلو سره په رښتيا سره د بشري کتلې او افغاني ټولنې د لوړو ارمانونو د غږ انعکاس ورکوونکى شو.

 

په پښتو او دري ژبو د استاد عبدالرحمن پژواک شعرونه او نور اثار د هېواد د خپرونو د ښکلا لامل وګرځېد او د شاعرانو او اديبانو په منځ کې يې چې وروسته ټول د ده ملګري او علاقمندان وګرځېدل، ښه او لوړمقام ترلاسه کړ.

 

استاد پژواک په ١٩٤٦ ميلادي کال کې په لندن کې د افغانستان په سفارت کې د مطبوعاتي او کولتوري اتشې په توګه وګومارل شو ، د لومړي ځل لپاره يې له هېواد څخه بهر په سفر او مطالعې پيل وکړ، د ديپلوماسۍ په برخه کې له کار سره اشنا شو او په هماغه ځاى کې يې په انګليسي ژبه د افغانستان او د پښتونستان د ټاټوبي د پېژندنې په اړه اثار خپاره کړل.

 

نوموړي د دې ماموريت په دوره کې د سکاټلنډ د ادنبري په پوهنتون کې د ژورناليزم او نړيوالو اړيکو په څانګه کې خپلې زده کړې مخ ته يوړې.

عبدالرحمن پژواک

 

استاد پژواک له سفير سره د نظر د اختلاف له امله له خپلې دندې څخه استفعا وکړه او د کار او کارګر د نړيوال دفتر د مطبوعاتو په څانګه کې شامل شو، له يو کال خدمت وروسته په ١٩٤٧کال کې په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت د مطبوعاتي اتشې په توګه وګومارل شو.

 

د ( ١٩٤٨ ١٩٥٠ ) کلونو ترمنځ له هغه ځاى څخه بېرته د مطبوعاتي او کولتوري اتشې په توګه په لندن کې د افغانستان سفارت ته تبديل شو، خو څه موده وورسته يې له دې دندې څخه هم استعفا وکړه او وطن ته راستون شو ، څه وخت يې اوزګار تېر کړ او په ١٩٥٣ کال کې د بهرنيو چارو په وزارت کې وګومارل شو.

 

 

استاد پژواک د هغه وزارت د بېلا بېلو څانګو په چارو کې د لياقت ښودلو له امله د سياسي عمومي مديريت د مقام پر لاسته راوړلو بريالى شو.

 

استاد پژواک د دغه مهم مقام په لاسته راوړو سره وکولاى شول د ناپييلو(نامنسلکو) هېوادونو په ټولو سيمه ييزو او نړيوالو کنفرانسونو کې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه ګډون وکړي، چې کولاى شو په ١٩٥٥ ميلادي کال کې د اندونيزيا په باندونګ کې د ناپييلو هېوادونو د مشرانو په لومړني کنفرانس چې دى هم د افغاني پلاوي غړى و، او د کنفرانس په ترڅ کې د انسلاک د نشتوالي اساس هلته کېښودل شو او افغانستان هم د هغه د بنسټ جوړولو د غړي په توګه وپېژندل شو، ياد کړو.

 

استاد پژواک په ١٩٥٨ کال کې لومړى مختار وزير او وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازى او لوى سفير وټاکل شو او نيويارک ته واستول شو.

 

نوموړي څوارلس کاله دا څوکۍ په ښه برياليتوب سره مخ ته يوړه او په نړيوالو چارو کې يې بې بېلګې اهليت او کفايت وښود او په ملګرو ملتونو کې د باوري او ځلاندو څېرو څخه وپېژندل شو. له همدې امله د افغانستان د لوى سفير په توګه د خپل ماموريت پر مهال ، د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د امنيت د شورا په تاييد سره ده ته نورې مهمې او زياتې دندې وسپارل شوې

 

د بېلګې په توګه:

 

    د سويلي ويټنام د ستونزې د حل لپاره د ځانګړې کمېټې مشر

    د ملګرو ملتونو د منشور د بيا څېړلو د کمېټې مشر

    د ملګرو ملتونود بشري حقونو د کميسيون مشر

    د ناميبيا په چارو کې د عمومي اسامبلې د ځانګړې ناستې مشر

 

همدارنګه استاد پژواک په ١٩٦١ کال کې په بلګراد کې او په ١٩٦٤ کال کې په قاهره کې د ناپييلو هېوادونو د مشرانو په دوو مهمو کنفرانسونو کې د افغان پلاوي د غړي په توګه ګډون کړى دى.

 

استاد پژواک د سياسي کفايت پر بنسټ او د ملګرو ملتونو د سرمنشي او د نورو غړو هېوادونو د استازو ترمنځ د باور له امله د ( ١٩٦٦- ١٩٦٧ ) کلونو ترمنځ د دغه سازمان د ٢١ مې عمومي غونډې د مشر په توګه وټاکل شو، چې د دغه مقام لاسته راوړل په نړيوالې ټولنې کې د ده خپل او د هېواد وياړ وګرځېد.

 

د عمومي اسامبلۍ د رياست په دورې کې استاد پژواک د ځينو بېړنيو غونډو رياست چې د عربو او اسراييلو تر منځ جګړې نړيواله وضعه تر بل هر وخته تريخه کړې وه، هم پر غاړه درلود.

 

د امنيت د شورا ټولو غړيو او د پرمختلليو هېوادونو استازيو ، استاد پژواک د راتلونکي سرمنشي مقام ته تر ټولو ښه کانديد باله اوبې له کومې انديښنې يې ددې کار د شونتيا وړاندوينه کوله.

 

استاد پژواک په ١٩٧٢ کال کې په لوېديځ المان کې د سفير په توګه او د ١٩٧٣ ١٩٧٦ کلونو ترمنځ کې په ډهلي کې د سفير په توګه او وروسته يې په لندن کې د هېواد د سفير په توګه دنده ترسره کړه. په ډهلي کې د خپل ماموريت پرمهال يې لاندې مهمې دندې ترسره کړې دي:

 

١- په الجزاير کې د ناپييلو هېوادونو د مشرانو په کنفرانس کې د ولسمشر ځانګړى استازى او د افغان پلاوي مشر ( ١٩٧٣ )

 

٢- په پاکستان کې د اسلامي هېوادونو د مشرانو په کنفرانس کې د ولسمشر ځانګړى استازى او د افغان پلاوي مشر ( ١٩٧٣ )

 

٣- په کولمبو کې د ناپييلو هېوادونو د مشرانو په کنفرانس کې د افغان پلاوي غړى ( ١٩٧٧ )

 

استاد پژواک د غويي د اوومې د خونړۍ کودتا ( ١٩٧٨ ) او د شوروي اتحاد د يرغلګر ځواک لخوا د هېواد د اشغال له پيل سره په لندن کې د سفارت له مقام څخه استعفا وکړه ، کابل ته له راتګ سره سم د نورمحمد ترکي د رژيم لخوا په کور کې ترڅارنې لاندې ونيول شو.

 

ارواښاد استاد پژواک دهغه وخت د دولت د رييس ببرک کارمل سره په هغه ليدنه کې چې د ببرک پر ډېر ټينګار يې له ده سره ترسره کړه د هغه د ((جبهه ملى پدر وطن )) سره له همکارۍ ډډه وکړه.

 

په همدې وخت کې و چې داستاد پژواک ناروغي سخته او د نس وينه بهيدنه ورته پيدا شوه.

 

ده د پالونکيو ډاکټرانو د ټينګار او توصيې له امله ډهلي او لندن ته په تللو اړ شو په (١٩٨٠) ،استاد پژواک له عمليات او نسبي روغتيا وروسته بېرته کابل ته راغى او دهېواد د ازادۍ او د حقونو د بيا تر لاسه کولو او دهغه د برخليک د ټاکلو لپاره يې په شونوپټو لارو کار پيل کړ ،چې د يو شمېر دوستانو او ځوانانو په مرسته يې په پټه (( د بشر د حقونو ټولنه )) جوړه کړه .

 

په خواشينۍ سره چې داستاد پژواک ناروغي بيا هم مخ په ډېرېدو شوه او په( ١٩٨٢) کال کې ددرملنې او د کمونستي نظام پرضد د مبارزې لپاره ډهلي ته لاړ او دډهلي په اشوکا هوټل کې يې ديوې خبري غونډې په جوړولو سره د شوروي ځواکونو له خوا د هېواد له نيولو سره خپل ضديت څرګندکړاو د ملګرو ملتونو له سازمان څخه يې سياسي پناه وغوښته .

 

ارواښاد استاد پژواک له درملنې وروسته ، دافغانستان د مسلمانو او ازادي غوښتونکيو خلکو له حق جهاد څخه د ملاتړ د ترلاسه کولو او له يو شمېر افغانو شخصيتونواو نورو مراجعو سره د خبرو په موخه المان ته لاړ .

 

په لوېديځ المان کې د پاکستان سفارت د خپل هېواد په لارښوونه ، استاد پژواک ته بلنه ورکړه چې خبرو اترو او د افغانستان قضيې ته حل موندلو لپاره د پاکستان د حکومت د قدرمن ميلمه په توګه هغه هېواد ته ولاړشي ، استاد پژواک هم ځنډ ونکړاو پاکستان ته ولاړ .

 

په پاکستان کې له درې مياشتينۍ استوګنې او خبرواترو وروسته ، يو ځل بيا له افغانانو او ملګرو ملتونو سره د مفاهمې لپاره اروپا او امريکا ته ولاړ ، بيا پاکستان ته ستون شو او (١٩٨٣) کې په سياسي فعاليتونواو جهادي رهبرانو، قوماندانانو، قومونو او قبايلو له مشرانو ، پوهانواو ژورنالستانو سره يې مخامخ اړيکي نورې هم زياتې او د ( د مجاهد ولس په رسنۍ ) او نورو جرايدو او د مرکو په ترسره کولو او د مقالو په ليکلو سره يې مجاهدين په نظامي او سياسي جبهو کې د يووالي د نشتوالي خرابو او ناوړه پايلو ته ځير کړل .

 

څرنګه چې دپاکستان حکومت داستاد پژواک دغه ګټورې کړنې دخپلو ګټو اوپلانونو سره په ټکر کې وليدې ،له څه مودې وروسته يې دپېښور په حساسه سيمه کې داستاد پژواک استوګنه ونه شوه زغملى اوپه رسمي ډول يې هغه (نا مطلوب شخص )اعلان کړ، امر يې ورته وکړ چې ژر تر ژره د پاکستان خاوره پرېږدي او د وتلو تر وخته يې استاد پژواک په خپل کورکې تر سختې څارنې لاندې ونيوه . هغه په پاى کې د ملګرو ملتونو د پناه اخيستونکيو د دفتر په منځګړيتوب امريکا ته لاړ.

 

ارواښاد استاد پژواک په نيويارک کې د ژنيو د سولې مذاکرات چې په هغه کې مجاهدينو ته دګډون حق نه وو ورکړل شوى، د معقولو دلايلو په وړاندې کولوردکړ او د ملګرو ملتونو د سازمان د پنځه ماده ييز پلان په مقابل کې يې دافغانستان د خلکو د لوړو مصالحو د ساتنې لپاره يو بل عادلانه پلان ترتيب او د ملګرو ملتونو سازمان ته وسپاره.

 

ارواښاد استاد پژواک ، له يو لړ فعاليتونو او درملنې وروسته د مسافرت د ويزې په ترلاسه کولو سره يوځل بيا د١٩٩١کال په لومړيو کې دافغانستان په اړه په يوسيمينار کې دګډون لپاره پاکستان ته لاړ.

 

استاد پژواک ، دافغانستان د خلکو د حق او ملي جهاد له پيل څخه په دې اند و چې افغاني مبارز شخصيتونه او رهبران داسانتياوو له برابرېدو سره سم ، دهېواد دننه د خپلو جهادي او سياسي فعاليتونو د پرمخ بيولو لپاره يو واحد مرکز وټاکي اوپه هغه کې مېشت شي.

 

ددې ټينګار او هڅې اصلي موخه دا وه چې د جهاد له برياليتوب او د کمونستي نظام له ړنګېدو دمخه ، مجاهدين وکړاى شي واحد سياسي او اداري تشکيلات جوړ کړي، تر څو وروسته دبېلابېلو تنظيمونو ترمنځ سياسي خلا او دټکر زمينه برابره نشي ،چې پايلې به يې خلکو او هېواد ته ډېرې دردوونکې وي .

 

دپورتنۍ مفکورې او نورو ارمانونو دپلې کېدولپاره ارواښاد استاد پژواک اروپا ، امريکااو پاکستان ته له پر له پسې مسافرتونواو دافغانستان د خلکو دزړور او ازادي غوښتونکي جهاد دبېلابېلو سړو او تودو پړاوونو له مطالعې وروسته ، پرېکړه وکړه چې د(١٩٩١)کال په لومړيو کې پاکستان ته سفر وکړي او په پېښور کې چې هيڅ کله يې هغه دپردۍ خاورې قلمرو په توګه نه پېژانده، ميشت شي.

 

داستاد پژواک داستوګنې ځاى يوځل بيا د مجاهدينو، پوهانو ، کورنيواو بهرنيو خبريالانو او د هېواد د يو زيات شمېر خلکو دليدنو او کتنو مرکز شو.

 

د ګاونډيو او نوروبهرنيو هېوادونوله چل څخه ډکې لاس وهنې ، دافغانو وروڼو توکمونو تر منځ د بېلتون رامنځته کول او د کورنيو خواشينوونکيو جګړو دوام ،چې دزرګونو مظلومو هېوادوالو وژنو او د کابل د تاريخي ښار او د هېواد د نورو برخو دويجاړېدو لامل کېده ، استاد پژواک له روحي او جسمي پلوه ځوراوه، چې ده خپله دغه کرکه او ځورونه د خپل له وياړه ډک ژوند تر وروستيو شېبو پورې په مرکو ، ليدنو ، شعرونواو ليکنو کې څرګنده کړې ده .

 

کله به چې استاد پژواک په سفر او يا حضر کې کوم شعر او يا اثر وليکه، دهغه ځانګړي خصلت له مخې چې درلود يې، هغه به يې خپل کوم دوست او دکورنۍ غړي ته وسپاره، نو له دې امله داستاد پژواک کوم منظوم او يا منثور اثرونه چې تراوسه په انفرادي او ياټوليز ډول چاپ شوي دي دهغه ددوستانو او يا دکورنۍ دغړيو دهڅو او هاند له امله دي . په خواشينۍ سره وايو چې د ژوند تر پايه هغه ان د خپلو اثارو په راټولولو هم اقدام ونکړ.

 

دارواښاداستاد پژواک اثار له هغه څه ډېر زيات دي چې تر اوسه چاپ شوي دي او په انګليسي ، فرانسوي ، عربي او روسي ژبو يې يو شمير اثار ژباړل شوي او خپاره شوي دي .

 

ارواښاد استاد پژواک ډير لوړاو د درناوي وړشخصيت درلود، په ويناکې يې وفاوه په دوستۍ کې ټينګ او د رښتيا ويلو پلوى و، د لهجې روښانتيا او بې بېلګې جرئت يې درلود.

 

استاد پژواک زړه راښکونکې څېره درلوده، له طنز او ټوکو څخه ډک مجلس به يې کاوه ، په (خودۍ) اولوړ همتۍ کې د يو کلک غره په شان وه، د ژوند په چارو کې يې هيڅ ډول تعصب او تکلف نه درلود. هېواد او هېوادوال پرې ډېر ګران و او درناوى يې ورته کاوه . د هېواد سترو مصالحو ته يې په هرڅه لومړيتوب ورکاوه، مادياتو ته يې تمايل نه درلود او ان چې خپل ځان ته يې کومه سرپناه هم جوړه نکړه او ويې نه منله چې ورته يې جوړه کړي .

 

استاد پژواک د خپل هېواد او بې کوره هېوادوالو پر درد برسېره ، له دوامدارې ناروغۍ څخه هم رنځېده او په وروستيو کې يې هغه ډېر ناتوانه کړى وو. دهغه پر ستړې اروا بل ستر ګوزار د هغه دګرانې مېرمنې مړينه وه چې د ١٣٧٤ کال د وري په دريمه يعنې د استاد له مړينې څخه پوره دوه نيمې مياشتې مخکې په پيښور کې په حق ورسېده ، استاد پژواک له جسمي کمزورتيا برسېره د خپلې مېرمنې پرمرګ خپله اندېښنه په لاندينې في البديهه رباعي کې داسې څرګنده کړه ، چې دهغه وروستۍ خوږې شعري کلمې ګڼل کېږي .

اى همسر با وفا رفيق جاويد                        رفتى زجهان تيره، ترس و اميد

داغت نتوان زدود از لاله، دل                       تا ماه بود در آسمان و تا بد خورشيد

 

استاد پژواک ، د ١٣٧٤هجري لمريز کال دغبرګولي په ١٨مه د پنجشنبې په سهار ، د١٩٩٥زيږديز کال د جون د مياشتې ٨مه چې داسلامي نړۍ له وير او ماتم يعنې دعاشورا له ورځې سره سمون خوري، د شپږ اويا کلنۍ په عمر له دې فانې نړۍ څخه سترګې پټې کړې . _ انا لله و انا اليه راجعون)

 

د نوموړي جنازه دغبرګولي په نولسمه د جمعې په ورځ دهغه له وصيت سره سم د ننګرهار ولايت دسره رود ولسوالۍ د باغبانيو په کلي کې د هغوى په پلارنۍ هديره کې د بې شماره جهادي قوماندانانو ، د ختيځو ولايتونو د شورا داستازو، عالمانو، شاعرانواو نورو منسوبينو او مينه والو په حضور کې خاورو ته وسپارل شوه .

 

داستاد عبدالرحمن پژواک د مړينې خبر په ډېرلږ وخت کې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو غوږونوته ورسول شو او د هغه پر افغانو او ناافغانو دوستانو يې ډير زيات اغيز وکړ .

 

دملګرو ملتونو سازمان په نيويارک کې د يوې غونډې په ترڅ کې چې پکې سرمنشي او د غړيو هېوادونو ټولو استازيو ګډون درلود، دارواښاد استاد پژواک دمړينې له امله خواشيني څرګنده شوه او د هغه د ستر شخصيت په درناوي او په نوموړي سازمان کې د هغه د سترو خدمتونو له امله له هغه سازمان څخه د همدردۍ پيغام هم صادر شو .

يادونه